د سویډني ژبې زده کړې sfi په مریت کې

د کاریزې سویډني ژبې څانګې ته په مریت کې ښه راغلاست.

ټولې زده کړې تمرکز ستا له تجربو او د راتلونکو برنامو څخه اخلي له دې کبله چې ستا لاره سویډني ژبې ته او کار ته لنډه سي. دلته ته هغه سویډني زده کوې چې تاته په کار کې په راتلونکو زده کړو کې په ورځنۍ کارو کې لکه د کورنۍ، کور، ښوونځي کې او شخصي اقتصادي چارو کې په دردخوري.

 

ولې ته باید مریت ښوونځی غوره کړې؟

ستا تجربو او برنامو ته په کلکه کتل کیږي

ته خپله خپل وختونه غوره کوې چې کوم وخت ته کولای سې راسې ښوونځي ته، د ګهیځ له خوا، د غرمې له خوا ،ماځیګر، د کمپیوټر له طریقه او یا هغه وخت چې ستا په زړه وي

دلته ښوونکي سته چې په مختلفه ژبو غږيږي او له تاسره به مرسته کوي. هغه ژبو باندې چې ښوونکي غږيږي دا دي: پښتو، دري، عربي، انګریزي، کوردي، فارسي، سربي، بوسنیایي، کورواتسي، سپانیوي او اردو

د کار لارښوونکي لرو چې بې حسابه اړیکې له مختلفه شرکتو سره لري او له تاسره به د کار په موندلو کې مرسته کوي

یو خوږ وړوکی ښوونځی له ښایسته او په زړه پورې ټولګیو سره او له ښه ښوونکو سره

نوې مدرنې لارې د زده کړو لپاره له یوه کمپیوټري سیستم سره لکه اکټیو بورد، مختلفه اپونه، لاسي کمپیوټرونه او نور

د تلفظ لپاره اضافي هڅې

امکانات د نوو اړیکو کله چې تاسو یو ځاي په علمي سفر ځئ یا کنفرانسونه کې برخه اخلئ او یا کله چې تاسو ته یو میلمه ښوونکی د اضافي زده کړو لپاره راځي

د سي وي او د سوانح دوسیې د جوړولو مرسته

د کمپیوټر زده کړې

تاسو به کولای سئ چې د مریت له بیسیمه وای فای څخه استفاده وکړئ او د مریت له لاسي کمپیوټرو څخه استفاده وکړئ که د زده کړو ګړۍ هم ونه لرئ

 

د ژبو زده کړو ته په مریت کې ځان شامله کړئ

هلسینګبوري:

د سویډني ژبو څانګې Lärcentrum ته د زده کړو مرکز Sfi-mottagningen ته ورسئ او ورته ووایاست چې تاسو غواړئ زده کړې په مریت کې وکړئ!

د زده کړو د مرکز آدرس په نېټ کې

logo Helsingborg stad

د ورتللو پته. Järnvägsgatan 35, våning 2

لندسکرونا

د سویډني ژبي د زده کړو څانګې Sfi-introduktionen ته ورسئ او ورته ووایاست چې تاسو غواړئ په مریت که زده کړې وکړئ!

د نېټ پته

logo Landskrona stad

دورتللو پته Rådmansgatan 7

تاسو کولای سئ مونږ ته خپله راسئ او یا مونږ سره اړیکې ونیسئ په لادندنې پتې باندې

Prästgatan 12, Helsingborg

Trädgårdsgatan 17 A, Landskrona

د اړیکو شخص

Sara Belin 076-017 14 50

sara.belin@meritutbildning.com

 

د ژبې sfi کورسونه

اوله بڼه: کورس A, B, C او D

دویمه بڼه: کورس B, C, D

درېمه بڼه کورس C, D

د کورس پیل

هره اونۍ

 

ځانکړي پروګرامونه د زده کوونکو لپاره

مریت اکاډیمي ستا لپاره چې اکاډیمیک درسونه دې ویلي او یا غواړې چې اکاډیمیکې زده کړې وکړې

له کوره زده کړې د کمپیوټر له طریقه د هغو زده کوونکو لپاره دي چې غواړې د سویډني ژبې زده کړې له کار سره وکړي او یا یې له نورو زده کړو سره سم ولولي. تاسو ته د مریت په دیجیتال پلتفورم کې ځای درکړل سي او تاسو بیا هم کولای سئ چې هره اونۍ خپل ښوونکي سره هم وګورئ په ښوونځي کې.

چټګې زده کړې ستا لپاره چې دویمه او دریمه بڼه لولې او غواړې د سویډني ژبې زده کړې چټکې وکړې نو کولای سې چې په دې بڼه کې برخه واخلې. ته ۲۵ ګړۍ په یوه اونۍ کې زده کړې کوې او هغه هم په چټکه توګه.

ګډې زده کړې ستا لپاره چې نورو ښوونځیو یا کاري پروژو کې برخه اخلې

د هوټل زده کړې

د کار ژبه چې فابریکو کارونه وي

د صحي یا روغتیاوو د بڼې ژبه

او د سروېس یا عامو خذمتونه ژبه

زمونږ پاڼه په فیسبوک کې خوښه کړه