Sfi på Merit

د سویډني ژبې زده کړې sfi په مریت کې

د کاریزې سویډني ژبې څانګې ته په مریت کې ښه راغلاست.

ټولې زده کړې تمرکز ستا له تجربو او د راتلونکو برنامو څخه اخلي له دې کبله چې ستا لاره سویډني ژبې ته او کار ته لنډه سيدلته ته هغه سویډني زده کوې چې تاته په کار کې په راتلونکو زده کړو کې په ورځنۍ کارو کې لکه د کورنۍ، کور، ښوونځي کې او شخصي اقتصادي چارو کې په دردخوري.

ولې ته باید مریت ښوونځی غوره کړې؟

ستا تجربو او برنامو ته په کلکه کتل کیږي

ته خپله خپل وختونه غوره کوې چې کوم وخت ته کولای سې راسې ښوونځي ته، د ګهیځ له خوا، د غرمې له خوا ،ماځیګر، د کمپیوټر له طریقه او یا هغه وخت چې ستا په زړه وي

دلته ښوونکي سته چې په مختلفه ژبو غږيږي او له تاسره به مرسته کويهغه ژبو باندې چې ښوونکي غږيږي دا ديپښتو، دري، عربي، انګریزي، کوردي، فارسي، سربي، بوسنیایي، کورواتسي، سپانیوي او اردو

د کار لارښوونکي لرو چې بې حسابه اړیکې له مختلفه شرکتو سره لري او له تاسره به د کار په موندلو کې مرسته کوي

یو خوږ وړوکی ښوونځی له ښایسته او په زړه پورې ټولګیو سره او له ښه ښوونکو سره

نوې مدرنې لارې د زده کړو لپاره له یوه کمپیوټري سیستم سره لکه اکټیو بورد، مختلفه اپونه، لاسي کمپیوټرونه او نور

د تلفظ لپاره اضافي هڅې

امکانات د نوو اړیکو کله چې تاسو یو ځاي په علمي سفر ځئ یا کنفرانسونه کې برخه اخلئ او یا کله چې تاسو ته یو میلمه ښوونکی د اضافي زده کړو لپاره راځي

د سي وي او د سوانح دوسیې د جوړولو مرسته

د کمپیوټر زده کړې

تاسو به کولای سئ چې د مریت له بیسیمه وای فای څخه استفاده وکړئ او د مریت له لاسي کمپیوټرو څخه استفاده وکړئ که د زده کړو ګړۍ هم ونه لرئ

د ژبې sfi کورسونه

اوله بڼهکورس A, B, C او D

دویمه بڼهکورس B, C, D

درېمه بڼه کورس C, D

د کورس پیل

هره اونۍ

د ژبو زده کړو ته په مریت کې ځان شامله کړئ

Växjö:

د سویډني ژبو څانګې  Växjölöftet vuxenutbildning ته ورسئ او ورته ووایاست چې تاسو غواړئ زده کړې په مریت کې وکړئ!

د زده کړو د مرکز آدرس په نېټ کې

د ورتللو پته. Kungsgatan 9

تاسو کولای سئ مونږ ته خپله راسئ او یا مونږ سره اړیکې ونیسئ په لادندنې پتې باندې

Storgatan 17, plan 3